انصار:( د تله ۲۱مه) د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د هرات زلزله ځپلو سره د دغه هېواد د ۱۲ میلیونه ډالره د مرستې خبر ورکړ.
نوموړي ویلي، چې دا مرسته به د هرات د تېرې اوونۍ زلزله ځپلیو ته ځانګړې وي. امریکایي استازي د مرستې د رسیدو او عملي کیدو د څرنګوالي جزییات نه دي په ډاګه کړي. تر دې مخکې پرون چین له یادو زلزله ځپلو سره د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړ.
روسیې بیا ویلي، چې که مرسته ترې وغوښتل شي، ترسراوي ته به یې غور وکړي. پاکستان بیا ویلي، چې دوی نه طالب چارواکو یو شمېر کمپلې او خېمې غوښتې وې، چې استولې یې دي. د پاکستان د مرستو کمښت او اعلان د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی. په ټوله کې د هرات زلزله ځپلیو سره د مرستو بهیر له نیوکو سره مخ دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27714